په دیارلسمه ناحیه کې د یوسف بنګي کانال د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې دکابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو ریاست د خدماتي پروژو د څارنې آمر محمد فهیم درانی وایي چې، د هوا له ښه کېدو سره سم د یادې پروژې چارې بیا پیل شوې چې تر اوسه
۵۸ سلنه مخته تللې دي. یاد کانال ۱۴۶۱ متره اوږدوالى، ۱.۸ متره پراخوالی او ۲.۲ متره لوړوالی لري چې، د چهل ختران غره له سمیې پیل او په ریګریشن سیمه کې له کابل سیند سره نښلول کیږي. دا کانال دڅه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه په بنسټیزه توګه جوړیږي