الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په دریم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

22 حمل 1402

9623.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دترانسپورټي آسانتیاو رامنځته کولو په پار، د نهمې ناحیې په دریم ګذر هوتخیلو سیمه کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د  پروژوي خدمتونو دفتر ( UNOPS) په مالي ملاتړ، د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د نهمې ناحیې رئیس حیات الله حیات وايي : دا سړک به د (۱۶۰۲) مترو په اوږدوالي او د( ۴ تر ۵ )مترو په پلنوالي، د لښتیو په ګډون تر دوه میاشتو پورې جوړ شي چې ورسره جوخت به د سیمې اوسیدونکو ته ګڼ شمېر ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز د دې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې اوسدونکو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده. د کابل ښاروالۍ مشرتابه له ښاري آسانتیاو څخه په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولو ته ژمنتیا لري، له همدې امله اوس مهال ښاریان د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښ دي او له پروګرامونو یې ملاتړ کوي