الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې د سړک جوړولو چارې روانې دي

22 حمل 1402

9625.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د بګرامیو او الوخیلو سیمو ترمنځ تر قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم دوام لري. یاد سړک (۷۳۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره پراخوالی لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په بنسټیزه توګه جوړ شي. د امنیت پروژې سړک یو له مهمو سړکونو څخه بلل کیږي، چې د بګرامیو سیمه له احمدشاه بابا مېنې او قلعه زمان خان سره نښلوي. کابل ښاروالي پلان لري، څو د ښار په کچه په بېلابېلو سیمو کې د ښار د پراختیا په موخه، ورته نور سړکونه هم جوړ کړي.