الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دهمزنګ په غرنۍ سیمه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

22 حمل 1402

9627.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې لومړي ګذر اړوند، د دهمزنګ په غرنۍ ( د اوبو مخزن) سیمه کې د فرعي سړک جوړولو چارې،د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګروملتونو د پروژوي دفتر( UNOPS) په مرسته پیل شوې. د دریمې ناحیې رئیس قاري قدرت الله امین وویل: ددغه سړک له جوړیدو سربیره، چې (۱۹۵) متره اوږدوالی او(۴،۵) متره پلنوالی لري، د(۷۰) مترو په اوږدوالي او ( ۱،۸) مترو پلنوالي سره د اوبو یو لښتي هم په پام کې نیول شوی چې، د(۶) میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي. دیادسړک په جوړیدو سره له یوې خوا د سیمې اوسیدونکو ته ګڼې ښاري آسانتیاوې رامنځته کیږي او بل خوا د دې پروژې په پلي کیدو سره یو شمیر ښاریانو په تېره د سیمې اوسیدونکو ته کاري زمینه برابره شوې ده.