د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له وزیرمحمد اکبرخان تر قلعه موسی پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

23 حمل 1402

9629.jpg (1820 × 1024)

د هوا له ښه کېدو سره سم له وزیرمحمد اکبر خان تر قلعه موسی- بی بی مهرو پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې بیا ځل پیل شوې دي او په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د  کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک استملاکي چارې په ژمي کې ترسره شوې. یاد سړک ۱۰۸۴ متره اوږدوالی او ۲۰ متره پراخوالی لري چې، د استنادي دیوالونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دې سړک د جوړولو چارې تېر کال پیل شوې وې، او تر دې دمه یې ۸۰ سلنه کار مخته تللی دی. له وزیرمحمد اکبرخان تر قلعه موسی- بی بی مهرو پورې سړک د کابل ښار له مهمو سړکونو شمېرل کیږي چې، بېلابېلې سیمې یو له بل سره نښلوي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي هڅه کوي،چې د یاد سړک چارې ژر تر ژره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي