د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د اتم بلاک د سړکونو جوړولو چارې روانې دي

23 حمل 1402

9633.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په پار، د کابل ښاروالۍ له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې په تیږو فرش شوي د (۲۵ ) فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو آمر محمد فهیم درانی په دې اړه وویل: یاد سړکونه چې په ټولیزه توګه ( ۷۳۰۲ ) متره اوږدوالی او له ( ۶ څخه تر ۷ ) مترو پورې پلنوالی لري، د لښتیو په ګډون یې چارې په بنسټیزه توګه د (۱۴۶) میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي. تر دې دمه د یادې پروژې چارې (۷۰ ) سلنه مخته تللې دي چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په تیږو فرش سړکونو جوړول د ځمکې سر اوبو د جذب په برخه کې ګټه لري او د دې ترڅنګ له لوړ مقاومت څخه برخمن دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د کار د کیفیت له څرنګوالي څخه څارنه کوي