دکابل ښاریانو روغتیا د خوندیتوب په نیت، ددولسمې ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې اړوند هټیو، لویو پلورونځیو او مالګدامونو څخه د څارنې په پایله کې، دوه ټنه بې کیفیته توکي، چې د مصرف نیټه یې پای ته رسیدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول. د دولسمې ناحیې د چاپېریال ساتنې مدیر عبدالکبیر ظفری په دې اړه وویل چې، په یادو توکو کې، شېدې، ملايي، نوشابه، چاکلیټ ، نخود، لوبیا، حشره وژونکي مواد، صابون، بیسکویت، چپس، د مینځلو مایع او یو شمېر نور شامل دي. دغه راز د څارنو په لړ کې یو شمېر لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځیدلي وو هم راټول شول
د دولسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه دوه ټنه بې کیفیته توکي راټول شول
24 حمل 1402