کابل ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په پار، دکابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې دفتر (UNOPS) په مرسته د اوومې ناحیې دشلم ګذر اړوند د موسهي او حسن خان پله په سیمه کې د څلور فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه (۸۰۳) متره اوږدوالی او له( ۴ څخه تر۶) مترو پلنوالی لري، د سړک غاړې لښتي په ګډون به د(۶۰) ورځو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادو سړکونو په جوړیدو سره به د شلم ګذر اوسیدونکو ته ګڼې آسانتیاوې را منځته شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې په پلي کیدو سره یو شمیر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د اوومې ناحیې په شلم ګذر کې د څلورو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې
24 حمل 1402