د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د نهم بلاک د سړکونو جوړولو چارې روانې دي

27 حمل 1402

9641.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په نهم بلاک کې د تیږو فرش په شکل د ۲۶ فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو آمر محمد فهیم درانی وايي چې، یاد سړکونه ټولټال ۸۲۹۸ متره اوږدوالی او له ۶ تر ۷ متره پورې پراخوالی لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې په بنسټیزه توګه د ۱۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي. تر دې دمه د یادې پروژې ۸۰ سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکو څو میاشتو پورې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د تیږو فرش په شکل د سړکونو جوړول د ځمکې د سر اوبو د جذب په برخه کې ګټه لري او د دې ترڅنګ له ډېر مقاومت څخه برخمن دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو ریاست انجنیران پر وخت د کار د کیفیت له څرنګوالي څخه څارنه کوي