د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د (۵) فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

27 حمل 1402

9647.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې په (۳۷) ګذرپورې اړوند د آغا صاحب جومات سیمه کې د(۵) فرعي سړکونو دجوړولو چارې، دکابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر(UNOPS) په مرسته پيل شوې. د پنځمې ناحیې رئیس مولوي ابوبکر په دې اړه وویل چې، په دې سیمه کې د سړک غاړې لښتیو په ګډون، په ټولیزه توګه د(۱۰۰۰) مترو په اوږدوالي (۵) فرعي سړکونه جوړیږي، چې ورسره جوخت به د سیمې اوسیدونکو ته ګڼې ښاري او سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، ددې پروژې په پلي کیدو سره سلګونو ښاریانو په تېره د سیمې اوسیدونکو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.