د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قمبر څلورلارې له بلاکونو تر کمپنۍ سړک پورې د نوي جوړېدونکي سړک کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي

27 حمل 1402

9649.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د قمبر څلورلارې له بلاکونو تر کمپنۍ سړک پورې د نوي جوړېدونکي سړک کانکریټ چارې په چټکۍ سره ورانې دي. دغه سړک چې، (۹۵۱ ) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره پراخوالی لري، تر بنسټیزو چارو وروسته یې دیوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون کانکریټ چارې ترسره کیږي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي هڅه کوي څو، د دغه سړک چارې ژر تر ژره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دیاد سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې لرې او له بلې خوا به دښاریانو په تګ راتګ کې آسانتیاوې رامنځته شي.