د یوولسمې او پنځلسمې ناحیو اړوند د پنجصد فامیلو څلورلارې د شاوخوا سیمو د زرغونتیا چارې، چې څه موده وړاندې له خپلسرو او غیر قانوني تاسیساتو څخه له پاکولو وروسته پيل شوې وې، اوس هم روانې دي. د پنځلسمې ناحيې رئیس عبدالبصير خليلي وويل، چې د دې څلورلارې په شاوخوا کې ناقانونه غرفې او تاسيسات په بشپړ ډول پاک شوي او د زرغونتیا د پلان د پلي کیدو په پاریې د چمتو کولو کار روان دی
د پنجصد فامیلو څلورلارې د شاوخوا سیمو د زرغونتیا چارې روانې دي
27 حمل 1402