الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ژوبڼ کې د کابل پوهنتون د محصلانو لپاره علمي او څیړنیز سیمینار په بریالیتوب پای ته ورسید

29 حمل 1402

9655.jpg (1820 × 1024)

د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي د محصلانو د عملي کارونو د کچې د لوړولو په موخه څېړنيز سيمينار، چې په کابل ژوبڼ کې جوړ شوی وو،او دوه اونۍ يې دوام وکړ د سندونو په وېشلو سره په برياليتوب پای ته ورسېد. د دې سیمینار په ترڅ کې د کابل ژوبڼ د بېلابېلو  برخو دمدیریتونو له خوا، د اهلي او وحشي حیواناتو، الوتونکو، خزندو، د ژوندیو ماهیانو د میوزیم او د دغه بڼ د مدیریت د څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. د کابل ژوبڼ رييس عزيزګل ثاقب، د کابل ژوبڼ د راتلونکو پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې، د کابل ژوبڼ د هېواد په کچه يو په زړه پورې علمي، څېړنيز او تفريحي بنسټ دى، چې د وړکتون ماشومان، د ښوونځيو زده کونکي او د هیواد د بیلابیلو پوهنتونونو محصلان ددې ځای  لیدونکي دي او هسې چې اړتیا ده موږیې هرکلی کوو. همدا راز د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي مسوولانو، د کابل ژوبڼ د اړوندو څانګو  له مسوولانو څخه د دوامداره همکارۍ او زیار له امله مننه او قدرداني وکړه