د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پُل سوخته سیمه کې د یوه لوی ګلدان د جوړولو چارې پیل شوې

29 حمل 1402

9661.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د امیري طبي کمپلکس په مالي ملاتړ په پُل سوخته سیمه کې د یوه لوی ګلدان د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال په خپلو خبرو کې لومړی د هغو پانګوالو او خصوصي سکټور له غړو چې تر دې دمه یې د ښاري ښکلا په پروګرامونو کې برخه اخیستې ده مننه وکړه او ویې ویل چې، اړینه ده ټول ښاریان په ځانګړې ملي پانګوال د ښار په آبادۍ او ښکلا کې برخه واخلي. یاد ګلدان ۶۰ متره اوږدوالی، له ۴ تر ۶۰ سانتي مترو پراخوالی او له ۲ تر ۶۵ سانتي مترو لوړوالی لري چې، په زنیتي بوټو، ګلانو او رنګارنګ څراغونو به په پوړیز ډول ښکلی شي او لومړی پوړ به یې د تونل شکل ولري