د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورای غونډه ترسره شوه

29 حمل 1402

9663.jpg (1820 × 1024)

د چارو د غوره او پر وخت ترسره کېدو په موخه د کابل ښاروالۍ د اداري شورای غونډه د یادې ادارې د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ او د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر عامر یاسر او د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په یاده غونډه کې په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د جواز ورکولو پر کړنلاره، له ودانیزو او ښاري سرغړنو د مخنیوي، د کابل ښاروالۍ له ملکیتونو د غوره ګټه اخیستنې، د اړتیاو پوره کولو او د وضعیت د غوره بدلون په اړه بحث او خبرې وشوې. دغه راز په دې غونډه کې ټینګار وشو چې، هیڅ حکمي او یا حقیقي شخص نشي کولای له جواز پرته په ناقانونه توګه په خپل سر ودانۍ ورغوي. په پای کې د نورو پرېکړو ترڅنګ وپتیل شوه چې، د ودانیز جواز د اخیستلو پړاونه ساده او آسانه شي، څو ښاریان وکولای شي په اسانه توګه  جواز ترلاسه او قانوني ودانۍ ورغوي