الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د جوماتونو د جوړولو او بیارغونې لپاره د سروې چارې روانې دي

29 حمل 1402

9665.jpg (1820 × 1024)

د جوماتونو د جوړولو لپاره د مناسب ځای ټاکلو او د بیارغونې وړ جوماتونو د پېژندلو په موخه د ګډ کمیسیون حج او اوقافو، ښار جوړونې او ځمکو او امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو او کابل ښاروالۍ له لوري په څلورمه، پنځمه او شپږمه ناحیه کې د سروې چارې بشپړې شوې دي او د نورو اجراآتو لپاره اړوند ادارو ته لیږل شوي دي. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري وویل چې، د ا،ا،ا مشرتابه محترم مقام د فرمان پلي کولو په موخه له رئیسانو او ګذر وکیلانو سره په همغږۍ به د نویو جوړېدونکو او د بیارغونې وړ جوماتونو لیست ډير ژر جوړ او د نورو اقداماتو لپاره به له ادارو سره شریک شي.