الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ده دانا تر دارالامان پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

30 حمل 1402

9669.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي زیربناو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري له ده دانا تر درالامان پورې د ۶۱۰ متره په اوږدوالي او د ۳۱ مترو په پراخوالي د سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو ریاست د خدماتي پروژو د څارنې آمر محمد فهیم دراني وویل چې، د سړک سربېره په یاده پروژه کې د پلو لارو، د بایسکیل ځغلولو لیکو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي چې، چارې به یې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت تر راتلونکو ۷ میاشتو پورې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو ریاست انجنیران پر وخت د پروژې له کیفیت او څرنګوالي څخه فني او تخنیکي څارنه کوي