
د ښار په پاکۍ او صفایۍ کې د زیار ایستلو او هڅونې په موخه؛ حبیب یار خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ له ۳۳۰۰ تنظیفي کارکوونکو سره مرسته وکړه. د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني د یاد بنسټ له مسئولانو مننه وکړه او ویې ویل چې، د تنظيف ریاست زیارکښه پرسونل پرته له ځنډ ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د دوی هڅونه د دې سبب ګرځي چې، لا خپلې چارې په رښتینولۍ او سمه توګه ترسره کړي. د حبیب یار خیریه بنسټ استازي وویل چې، د تنظیفي کارکوونکو مالي ملاتړ د دوی ملي وجیبه ده، ځکه دغه کارکوونکي د ښار د پاکۍ او صفایۍ په برخه کې ډېر زیار ګالي. د یاد خیریه بنسټ د مرستې په کڅوړه کې یوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ وریجې، او یو بوتل غوړي شامل دي، چې په دریو ورځو کې به هره ورځ ۱۱۰۰ تنظیفي کارکوونکو ته ووېشل شي


