د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت لوی تنظیفي حشر ترسره شو. نارنجي اغوستونکي له ښار څخه د کثافاتو راټولولو سربېره په بېلابېلو ناحیو کې د جوماتونو د انګړ په پاکولو بوخت دي او دا کار به د اختر تر لمانځه ادا کولو پورې دوام ولري، تر څو ښاریان وکولای شي په یوه پاک چاپیریال کې عبادات اداء کړي.
د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت تنظیفي حشر ترسره شو
31 حمل 1402