د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلبهار خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ له تنظیفي کارکوونکو سره مرسته وکړه

31 حمل 1402

9679.jpg (1820 × 1024)

د کوچني اختر په مناسبت د ګلبهار خیریه بنسټ له خوا د کابل ښاروالۍ له تنظیفي کارکوونکو سره مرسته وشوه.د ګلبهار بنسټ مطبوعاتي مسوول محمد عمر ځواک وويل، چې دغه مرسته د اته ميليونه افغانیو په ارزښت ترسره شوه او په لومړي ګام کې ( ۵۰۰ ) تنو تنظیفي کارکوونکو ته، چې ډېرې اقتصادي ستونزې یې درلودې، هر یوه ته (۱۰۰۰۰) ۱فغانۍ ورکړل شوې او پاتې نورو ( ۳۱۰۰ ) تنو ته به یو یو بوتل (۵) کیلویي غوړي ورکړل شي.نوموړي زياته کړه چې دتنظیفي کارکوونکو تشویق او مالي ملاتړ زموږ ملي دنده ده، ځکه دوی د ښار د پاکوالي لپاره ډېرې هڅې کړې دي. په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني د یاد بنسټ له دې نیک احساس څخه د ستاینې په ترڅ کې وویل چې، د دې ادارې کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې د کابل ښاریانو خدمت ته چمتو دي. یاد بنسټ په تېرو کلونو کې هم د اختر په مناسبت تنظیفي کارکوونکي تشویق کړي او  مالي مرسته یې ورسره ګړې، چې موږ یې  له دغه ملي احساس څخه مننه کوو.