د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په انګړ کې یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

6 ثور 1402

9681.jpg (1820 × 1024)

اسلامي ارزښتونو ته د درناوي په موخه د اوومې ناحیې په انګړ کې د حضرت بلال(رض) په نامه یو جومات تر چارو بشپړېدو وروسته د یادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور له لوري په داسې حال کې چې ګڼ شمېر ښاریانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د اوومې ناحیې رئیس وویل چې، کابل ښاروالي د زیربناو جوړولو او خدمتونو وړاندې کولو سربېره د شریعت د تقويه کېدو په موخه جوماتونه هم جوړوي.  نوموړي دغه راز د یادې ناحیې له یو شمېر مخلصو ښاریانو چې د یاد جومات په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده مننه وکړه. دغه جومات په ۴۸ متر مربع ځمکه کې د یو پوړ په لرلو سره د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښاریانو په مالي ملاتړ په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی او په یو ځل د ۵۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري. د ناحیې کارکوونکي او مراجعین به په یاد جومات کې خپل لمونځ ادا کوي. جوماتونه اسلامي شعایر دي، چې له لارې یې مسلمانان سالمې اسلامي ټولنې ته رسیدلي دي او د خلکو په مینځ کې د مینې او ورورولۍ سبب ګرځي هغه کسان چې د جوماتونو په جوړولو کې برخه اخلي، د الله ج د رحمت تر سیوري لاندې راځي.