د بې کیفته او تاریخ تېره توکو له پلور څخه د مخنیوي په موخه د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې له چاپيریالي روغتیا او چاپيریال ساتنې څارنه وشوه. د څارنو په پایله کې یو شمېر بې کیفیته او تېر وخته توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول. په همدې توګه د کلچه پلورونکو د فعالیت په سیمه کې له حفظ الصحې هم څارنه وشوه او فعالیت کوونکو ته وویل شول چې، روغتیايي سپارښتنې په جدي توګه په نظر کې ونیسي. د تېر وخته او بې کیفیته خوراکي موادو پلور لویه ښاري سرغړونه ده؛ چې د مخنیوي په برخه کې به یې د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې د برخې مسئولان هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي
په بازارونو کې له چاپیریالي روغتیا څارنې روانې دي
6 ثور 1402