د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پل سوخته سیمه کې د یو لوی ګلدان د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

6 ثور 1402

9694.jpg (1820 × 1024)

د کوچني اختر په مناسبت د پل سوخته په سیمه کې د امیري طبي کمپلکس په مالي ملاتړ د یوه لوی ګلدان د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې، د کورنیو چارو وزارت د ستراتيژۍ او پالیسۍ معین عبدالحق مخدوم یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. مولوي محمد خالد سجستاني وویل چې، د ښاریانو د رواني آرامۍ او ښاري ښکلا پروګرامونه د ملي پانګوالو او سوداګرو په مرسته پراختیا مومي. نوموړي د ښاري ښکلا په برخه کې د پنځمې ناحیې د مرستیال رفیع الله احمدزي بې دریغه هڅې وستایلې او هیله یې وښوده چې، ملي سوداګر او پانګوال به د ښاري ښکلا او آبادۍ په برخه کې لا ډېره ونډه واخلي. یاد ګلدان ۶۰ متره اوږدوالی، ۴ متره او ۶۰ سانتي پراخوالی او ۲ متره او ۶۵ سانتي لوړوالی لري چې، په پوړیزه بڼه د څراغونو او په رنګ رنګ موسمی ګلانو ښکلی شوی او په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی