
کابل ښاروالۍ د اختر په ورځو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ودانیزو سرغړونو مخه ونیوله. یو شمیر فرصت غوښتوکو کسانو چې غوښتل یې د اختر له رخصتیو څخه په ګټې اخیستنې، په غیرقانوني توګه او له جواز پرته د ودانیو په جوړولو لاس پورې کړي، تر پېژندلو وروسته یې د ودانیزو چارو مخه ونیول شوه او د ودانیو ځیني برخې یې ویجاړې شوې.


