څرنګه چې لیدل کیږی د ښار په کچه یو شمېر د هوټلونو او رسټورانتونو فعالیت کوونکي د پلو لارو د بندېدو سبب ګرځیدلي دي او د ښاریانو د تګ راتګ پر وړاندې یې ستونزې را ولاړې کړې دي. له دې کبله د بېلابېلو ناحیو په کچه د هوټلونو او رستوانتونو فعالیت کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې، دا کار د ښاري اصولو او قوانینو خلاف دی او که چېرته خپل فعالیتونه اصلاح نه کړي، بیا د شکایت حق نه لري. ښاري ژوند له یو لړ اصولو او قوانینو پیروي کوي چې، له امله یې ټولیزه سوکالي رامنځته کیږي
د هوټلونو او رستورانتونو فعالیت کوونکي باید د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې رامنځته نه کړي
6 ثور 1402