د دولسمې ناحیې اړوند ماموریت څلور لارې دسړک زیانمنې برخې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا بیا ورغول شوې. د دغه سړک ځیني برخې، چې دوخت په تېریدو سره ویجاړې شوې وې، تر فني او تخنیکي څېړنو وروسته یې، په معیاري او بنسټیزه توګه د بیا رغولو په نیت، د پر مختللې ماشنیرۍ په وسیله اقدام وشو ددولسمې ناحیې اړوند د عمومي سړکونو زیانمنې برخې چې، ترميم ته اړتيا لري، يو په بل پسې به بیا ورغول شي. د یادولو وړ ده چې، دغه کار د ښاري زیربناوو او تاسیساتو د ساتنې لپاره ګټور او د اهمیت وړ دی
د ماموریت څلور لارې د سړک زیانمنې برخې بیا ورغول شوې
6 ثور 1402