د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د موسمي ګلانو د کېنولو کار پیل شو

6 ثور 1402

9704.jpg (1820 × 1024)

د نیال کېنولو کمپاین پر دوام، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د څلورمې ناحیې اړوند د ترافیک له څلور لارې څخه دمرسل ګلانو سربېره، د موسمي ګلانو د کېنولو کار هم پیل کړ. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان  په دې اړه وویل: په پام کې ده چې، د ښاري ښکلا او زرغونتیا د رامنځته کولو په پار، د ښار په بیلا بیلو ګلدانونو، پارکونو او نورو مهمو ځایونو کې  دوه سوه زره موسمي ګلان کېنول شي. نوموړي زیاته کړه چې، د دغو دوه سوه زره ګلانو دکېنولو لړۍ مخکې پيل شوې او لا هم روانه ده، چې اوس مهال به (۱۰۰۰۰) موسمي ګلان د ترافیک څلورلارې ته د ورغځیدلي سړک ، بست څلورلاره، بره کي او دمارکیټ سړکونو د منځ ګلدانونوکې کېنول شي. دغه ګلان د کابل ښاروالۍ د زرغونتیارياست د شنو خونو له لارې چمتو شوي، چې د تېر کال په پرتله یې ښه وده کړې ده. دغه راز نوموړي له ښاريانو څخه وغوښتل،  چې د نيالګيو او ګلانو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره دمرستې کولو سربېره، د ګلانو له شکولو او ماتولو څخه ډډه وکړي. ښاغلي پټان په ډاګه کړه چې، د نيالګيو ايښودلو د کمپاين له پيل څخه تر اوسه، د کابل ښار د زرغونو سیمود پراختيا په موخه ،(۱۶۰۰۰۰) نيالګي ايښودل شوي، او دغه شمیره به تر دوه سوه زرو پورې  لوړه شي څو کابل ښار په یوه زرغون او ښکلي ښار بدل شي