الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سيدجمال الدين افغان ښارګوټي اوسيدونکو د نيالګيو ايښودلو په کمپاين کې برخه واخیسته

7 ثور 1402

9706.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا په پار او د نیالګیو کینولو د کمپاین پر دوام، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند، سيدجمال الدين افغان ښارګوټي اوسيدونکو، د (۱۰۰۰) ناجو ونو په چمتو کولو سره،  د کابل ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د دوه ویشتمې ناحيې رئیس مولوي قمرالدين(طالب جان غازي) د یاد ښارګوټي د اوسیدونکو له دغه نیک اقدام څخه مننه وکړه او ویې ويل، چې دغه نيالګي د دغه ښارګوټي په زرغونو او مناسبو ځايونو کې کینول شوي، چې د سیمې د اوسیدونکو له خوا به يې په منظمه توګه ساتنه او پالنه کېږي.  دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستيال سراج الدين پټان، د زرغونتیا د ارزښت او اهمیت په اړه څرګندونې وکړې او د ٢٢مې ناحيې له اوسیدونکو یې وغوښتل، چې د نيالګيو او ونو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د دې سيمې د بېلابېلو برخو زرغونتیا به پراختيا ومومي