الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د بېلابېلو اصنافو له چاپیریالي حفظ الصحې څخه څارنه وشوه

7 ثور 1402

9708.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب په پار، د اتمې ناحیې مسؤلانو د ډوډۍ پخوونکو، قصابیو، سلمانیو، د چرګانو پلورنځي او یو شمیر روغتونونو د حفظ الصحې له څرنګوالي څخه څارنه او پلټنه وکړه. د یادې ناحیې مرستیال مولوي صدیق الله یوسفي وویل: هغه اصناف چې، فعالیتونه یې د کابل ښاروالۍ له مقرراتو سره برابر وو، وستایل شول او هغه اصنافو ته چې، سرغړونې یې کړې وې سپارښتنه وشوه ترڅو په راتلونکي کې خپل فعالیتونه د کابل ښاروالۍ له مقرراتو سره برابر کړي، له دې پرته به له جدي چلند سره مخ شي. د فعالیت په سیمه کې د کاشي کارۍ، دستکشو، په ګلدانونو او عامه ځایونوکې د کثافاتو نه اچول او نورو روغتیایي وسایلو د شتون څرنګوالی، د دې څارنې یوه برخه وه