د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دا.ا.ا اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې به، د (۷۸۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې عامه او خصوصي ( مشارکتي پانګې اچونې) پروژې پلې شي

10 ثور 1402

9710.jpg (1042 × 1042)

له دغو پروژو څخه دوه یې د لومړۍ ناحيې اړوند د بهزاد سينما په سیمه کې موقعيت لري، چې يوه يې د (٥٧٣٢) مربع متر مساحت په درلودلو سره د (١٥٤) ميليونه افغانيو په لګښت، دویمه یې د (۲۱۴۲) مترمربع مساحت په درلودلوسره د (234) ميليونه افغانيو په لګښت او دریمه پروژه یې د نهمې ناحیې اړوند د دریم مکروریان سیمه کې، قاضي پلازا ته څیرمه ځمکه کې، چې (1630) متر مربع مساحت لري د (392) ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي. د يادو پروژو اساسي موخه، د سوداګريزو مرکزونو جوړول، د وچې مېوې د نندارتون او بازار موندنې لپاره د معياري مرکز جوړول،او د وچې مېوې د بسته بندۍ، پېر او پلور لپاره د مناسب بازار رامنځته کول دي. کابل ښاروالۍ خپل (۴۹) ملکیتونه د عامه او خصوصي ګډون له لارې اعلان ته سپارلي تر څو پانګه وال وکولای شي مناسب فرصتونه په ګوته او د لا شفافیت په موخه د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي. د خبرتیا د ټاکلې مودې له پای ته رسیدو وروسته، د یو شمیر خصوصي سکتور لخوا د (12) ملکیتونو لپاره د پانګونې پلانونه وړاندې شول، چې له هغې جملې څخه (3) مشارکتي طرحې یې د دې ادارې له خوا تر ارزول کیدو وروسته د ا.ا.ا.د اقتصادي کمیسیون له خوا تصویب شول او پاتې نورې پروژې د کمیټې تر ارزونې لاندې دي، چې د تصویب لپاره به دا۔ا۔ا اقتصادي کمیسیون ته واستول شي. د کابل ښاروالۍ هغه ملکیتونه چې، هغو ته تر اوسه طرحې نه دي وړاندې شوې، متشبثینو او خصوصي سکتور (کورنیو او بهرنیو پانګوالو) ته د پانګونې د زمینې د برابرولو په موخه به بیا اعلان ته وسپارل شي