د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کمپنۍ چوک څخه تر کمپنۍ پله پورې د سړک منځ ګلدانونو دزرغونتیا چارې پېل شوې

10 ثور 1402

9712.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له خوا، د پنځمې ناحيې اړوند د کمپنۍ چوک او کمپنۍ پله تر منځ د غځیدلي سړک په منځ  ګلدانونوکې دزرغونتیا چارې پيل شوې. د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان وايي، چې په دې ګلدانونوکې د نیالګیو او ګلانو پر کینولو سربېره، چمن هم کرل کیږي، چې نن هم په دغه  ګلدانونو کې تر سلو زيات نيالګي او سل بوټي ګلان کینول شول او دا کار دوام لري. د دغه سړک منځنی او دواړو څنډو ګلدانونه په دریو کرښو کې  جوړ شوي دی او په ټولیزه توګه څه باندې (۵ ) کیلومتره  اوږدوالی لري، چې د خاورو او  اضافی موادو په ایستلو سره، ښکلی او زرغون جوړیږی. د يادونې وړ ده، چې د ترافیکي زړه بوږنوونکو پېښو د مخنيوي په موخه، د دغه سړک منځ ګلدان شاوخوا کې، تېر کال د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رياست په هلو ځلو او د لوېديځ زون د يو شمېر ترانسپورتي او مسافر وړونکو شرکتونو په مرسته  کټارې نصب شوې دي