الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولولو د څرنګوالي په اړه غونډه ترسره شوه

10 ثور 1402

9714.jpg (1820 × 1024)

د عوایدي برخو د مسؤلانو د فعالیتونو د پلټنې او ارزونې په موخه؛ د چارو ادارې، مالیې وزارت، دپلټنې عالي ادارې، د کابل ښاروالۍ د داخلي پلټنې ادارې، د عوایدو ریاست دمسوولانو او د کابل ښار د دوه ویشت ګونو  ناحیود عوايدو د آمرانو په ګډون ګډه غونډه ترسره شوه.  په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ۲۲ ګونو ناحیو د عوایدو د مسوولانو کاري فعالیتونه و ارزول شول او د واحد سیستم د رامنځته کولو او د شته سیستمونو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول. همدا راز په غوڼده کې پر دې ټينګار وشو چې، د کابل ښاروالۍ عوايد بايد په شفاف ډول راټول او په سمه توګه دې مصرف شي، ځکه د کابل ښاروالۍ عواید، ملي عواید دي او پر بنسټ یې ښاریانو ته چوپړتیاوې وړاندې کیږي. د غوڼدې په بله برخه کې د ناحیو د عوايدو مسوولانو د يادو ادارو له استازو وغوښتل چې، د کاري پروسې په ساده کولو، د کابل ښاروالۍ د پوروړو د حسابونو د تصفيې او د مقررو په تصويب کې دې له دغې ادارې سره مرسته وکړي. همدارنګه ټینګار وشو، هغه ښاریان چې له کلونو راهیسې یې د دې ادارې پورونه نه دي ورکړي، ژر تر ژره دې خپل حسابونه تصفیه کړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي