الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې د شپږم ګذر اوسیدونکو د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

10 ثور 1402

9716.jpg (1820 × 1024)

د زرغون او سمسور کابل جوړېدو په موخه، د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام، د شپاړلسمې ناحیې د شپږم ګذر اوسېدونکو د( ۵۰۰ ) نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د شپاړلسمې ناحيې رئیس مولوي محمد عارف کمالي د یاد  گذر له اوسېدونکو مننه وکړه او ویې ویل چې، دغه نيالګي د شپږم ګذر په زرغونو سیمو، هديرو او نورو مناسبو ځايونو کې کینول شوي دي، چې دسيمې د اوسیدونکو له خوا به يې په منظمه توګه ساتنه او پالنه کېږي. نوموړي د یادې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د ونو او بوټو په ساتنه او پالنه کې خپله ونډه ادا کړي. زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې له خورا ارزښت څخه برخمنې دي او په همدې موخه د شپاړلسمې ناحیې زرغونو سیمو ته پراختیا ورکول کیږي