د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په لسم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

10 ثور 1402

9720.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه، د پنځمې ناحیې په لسم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ د (۱۲۰) زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې وې، روانې دي. یاد فرعي سړک د کمپنۍ سړک له خوشحال خان مېنې سره نښلوي چې، ۶۱۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري او د لښتیو په ګډون به یې چارې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.  د یادې پروژې په پلي کېدو سره ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري زمینه برابره شوې  او ددغه سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته سیمه ییزي آسانتیاوې هم رامنځته شي