الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بهرنیو چارو وزارت سړک د زیانمنو برخو د داغ نیونې او بیارغونې چارې بشپړې شوې

11 ثور 1402

9722.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، له زنبق څلورلارې څخه تر ملک اصغر څلورلارې، د بهرنیو چارو وزرات سړک، پلو لارو او سړک غاړو ویالو د بیارغونې او داغ نیونې چارې، چې  څه موده وړاندې پیل شوې وې، بشپړې شوې. د یاد سړک یو شمېر  برخې د وخت په تېرېدو زیانمنې او ویجاړې شوې وې، چې له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د بیارغونې او داغ نیونې په اړه اقدام وشو. هغه سړکونه چې د بیارغونې وړ وي، یو پر بل پسې یې د بیارغونې او داغ نیونې چارې ترسره کیږي. د یادونې وړ ده چې، تر څو راتلونکو ورځو پورې به د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ ریاست له لوري د یاد سړک د کرښو اچولو چارې هم ترسره شي