د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د بي بي ساره پارک زرغونې سیمې پراخه شوې

11 ثور 1402

9724.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختیا او ښاري ښکلا په موخه په پنځلسمه ناحیه کې د بي بي ساره پارک زرغونې سیمې د یادې ناحیې د مسئولانو او ښاریانو په مرسته پراخه شوې. د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر آخند زاده وویل چې، د یاد پارک اصلي مالکان د سیمې خلک دي او په ساتنه کې یې هم د دوی رول او مسئولیت مهم دی

د نوموړي په وینا د کابل ښاروالۍ مشرتابه د یاد پارک د ونو او زرغونو سیمو په ساتنه کې د ښاریانو مرسته د ستاینې وړ بولي. ښاغلي آخند زاده هیله وښوده چې، نور ښاریان به هم د زرغونو سیمو ساتنې ته پام وکړي، ځکه ښاروالي په یوازې توګه نشي کولای د ښار ټولو زرغونو سیمو ته د ښاریانو له مرستې پرته رسېدنه وکړي د بي بي ساره پارک ۲۰۳۵۰ متره پراخوالی لري چې، د پارک انګړ، د پلو لارو په تیږو فرش، د سیوري ځایونه، څوکۍ، د خړوب ژوره څاه، د ساتونکي خونه، چمن، ګلان او د ښکلا آبشارونه په بر کې نیسي.