الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د نرخ نامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه او څیړنه دوام لري

11 ثور 1402

9726.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مسوولانو، د لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول په موخه؛ په لسمه ناحیه کې د آریا ښارګوټي د لومړي او دریم فاز په هټیوکې د نرخ نامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وکړه. د کابل ښاروالۍ دمارکیټونو د تنظيم ریاست مرستيال انجنير عصمت الله انصار په دې اړه وویل چې، که چيرې هټیوال په پر له پسې توګه له ټاکلو نرخونو څخه سرغړونه وکړي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. نوموړي له سوداګرو او هټيوالو وغوښتل، چې د پلور پر مهال دې انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي دې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. همدا راز ښاریانو ته په کار ده چې، د ښاري ژوند د قانوني کولو او د نرخنامې د تطبیق د څرنګوالي په برخو  کې دې له اړوندو مسوولانو سره مرسته وکړي. ښاغلي انصار زیاته کړه،  ټولو هټیوالو او سوداګروته لا دمخه خبر ورکړل شوی، چې نرخنامې دې د لیدو وړ ځایونوکې وځړوي