الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د پنځم او شپږم بلاک تر منځ د سړک جوړولو چارې روانې دي

11 ثور 1402

9728.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند، احمدشاه بابا مېنې د پنځم او شپږم بلاک ترمنځ د دوو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پيل شوې وې، روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د څه باندې (۳۸) میلیونه افغانیو په لګښت دلښتیو په ګډون، د (۷۳۰) مترو په اوږدوالي او (۱۲) مترو په سور د دغو سړکونو  د جوړولو چارې روانې دي. تر اوسه دغې پروژې (۲۵)سلنه پرمختګ کړی او په راتلونکو (۴)میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو د تنظیم ریاست انجینران، د یادې پروژې د کار او کیفیت څرنګوالی له نیږدي څاري، او هڅه کوي ترڅو دغه پروژه په ټاکلي وخت ترسره شي