(۳۸۵۵۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې، دمصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه او د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست د مسوولانو د څارنې په ترڅ کې، د کابل ښار له (۵۵۲) مالګدامونو، سرایونو، سوپر مارکېټونو او هټیو څخه راټول شوي وو، د موظف پلاوي په حضورکې له ښار څخه بهر د ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول. د کابل ښاروالۍ اړوند مسوولان د ښار په کچه د چاپېریال ساتنې د معیارونو د کنټرول او څارنې ترڅنګ، تل د ښاریانو روغتیا د خوندیتوب په موخه، د خوراکي او نورو اړتیا وړ لومړنیو توکو، د مصرف نېټه او کیفیت څاري. کابل ښاروالۍ له خپلو ښاریانو څخه هیله کوي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پرمهال د هغوي نیټې او کیفیت ته پام وکړي
(۳۸۵۵۰) کیلوګرامه بې کیفیته توکي، له منځه یوړل شول
12 ثور 1402