د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

یو ویشتمې ناحیې اوسیدونکو او سیمه ییزو شوراګانو لپاره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

12 ثور 1402

9738.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د ترویج، بډاینې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په پار، د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبيب الرحمن منصور په مشرۍ، د یوویشتمې ناحیې اړوند علماوو، ګذر وکیلانو او د ځوانانو شورا ګانو ته، د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست لخوا د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادې ناحیې اوسیدونکي د کابل ښاروالۍ د پلانونو او پروګرامونو دپلې کیدو په برخه کې مرسته کولو ته و هڅول و ویې ویل چې،ټول ښاریان باید  د ښار د پاکوالي، زرغونتیا او دښاروالۍ د عوایدو په ورکړه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.مولوي منصور زیاته کړه، چې د دې سیمې اوسیدونکي باید د امنیت په ساتلو، د اصیل افغاني او اسلامي فرهنګ په دودولو د ښار په زرغونتیا او پاکۍ کې د کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسې، ځکه دا د ښار په وړاندې زموږ ټولو فردي او ټولنیز مسوولیت دی. د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي رئيس قاري واسع الله زاهد، د دغه پروګرام د تر سره کولو موخه، د ښاري فرهنګ دودول او عامول وبلل او ويې ويل، د ټولو ښاریانو د هوساینې اونیکمرغۍ لپاره د ښاري اصولو او مقرراتو په پام کې نیول اړین دي. په دې غونډه کې د ۲۱ مې ناحیې رئیس مولوي شمس الدین احمدي، د علماوو، ګذروکیلانو او ځوانانو د شوراګانو استازو، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او دمسوولانو او ښاریانو تر منځ یې پر همغږۍ ټینګار وکړ.  دغونډې په پای کې د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د ښاري مسایلو په اړه یو شمېر ویډیويي کلیپونه نندارې ته وړاندې شول، چې د غونډې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځیده