د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ادروګل ښارګوټي کې د څلورو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

12 ثور 1402

9740.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند د ادروګل ښارګوټي په سیمه کې، د ۴  سړکونو دجوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو دتنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړکونه په ټوله کې ۷۰۳ متره اوږدوالی او ۱۱،۵ متره پلنوالی لري، چې د لښتیو په ګډون د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت دجوړیدو په حال کې دي، او تر اوسه یې ۹۶ سلنه چارې مخ ته تللې دي چې په نيږدې راتلونکي به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو د تنظیم ریاست انجینران، د یادې پروژې د کار او کیفیت څرنګوالی له نیږدي څاري، او هڅه کوي  ترڅو دغه پروژه په ټاکلي وخت ترسره شي