الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم عملیاتي پلان د دریمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې پلی شو

16 ثور 1402

9741.jpg (1820 × 1024)

د درېيمې ناحيې مسوولانو د دهبوري، ګولايي دواخانه،  شهيد څلورلارې او سراى غزني سيمې له ښاري بې نظمیو څخه پاکې کړې. ددغو عملياتو  په لړکې هغه ګرځنده پلورنکي او ګرځنده کراچۍ، چې دعامه لارو د بندیدو او د ښاري نظم د ګډوډولو لامل ګرځیدلي وو،  ټول او له سیمې څخه ولېږدول شول. همدا راز هغه کیندنې چې، د یو شمیر ورکشاپونو د مالکانو له خوا د سرای غزني سیمې په پلو لاروکې رامنځته شوې وې، د دریمې ناحیې د ښاري خدمتونو د مسوولانو له خوا په پخوانۍ بڼه بیاځلي ورغول شوې او د ورکشاپونو مالکانو ته سپارښتنه وشوه، ترڅو  په راتلونکي کې له دا شان سرغړونو څخه ډډه وکړي. یادولو وړ ده چې، د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، د دې ناحیې په بیلا بیلو سیموکې د کابل ښاروالۍ د پلانونو له پلي کیدو څخه په دوامداره توګه څارنه کیږي