الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې نوی رئیس وټاکل شو

16 ثور 1402

9743.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام  په منظورۍ، ښاغلی محمد قاسم د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې د نوي رئیس په توګه وټاکل شو او نن د کابل ښاروالۍ  مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدير حقاني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.  په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د دفتر رئیس په ادارو کې د بدلونونو د اصولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې د نوي رئیس ټاکنه، په دقت تر سره شوې، ترڅو د کابل ښاروالۍ دپروګرامونو او پلانونو په جوړولو کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي. نوموړي زیاته کړه، چې د ياد ریاست مسووليت ډېر مهم  او داهمیت وړ دى او دا مسوولیت باید په پوره ایماندارۍ او امانتدارۍ ترسره شي او له دې وروسته به د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په جوړولو او د ټولو فعالیتونو د راپورونو په وړاندې کولو کې مثبت بدلون رامنځته شي. ښاغلی محمد قاسم په حقوقو کې ماسټري لري او څه دپاسه لس کاله یې د هیواد په معتبرو پوهنتونونو کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې او علمي او څیړنیزې مقالې یې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو له لارې نشر ته سپارل شوې دي