د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو د شورا رئیس وټاکل شو

16 ثور 1402

9745.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ دخلکو د همغږۍ ریاست د استازي په ګډون، د پنځلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو په مشورتي غونډه کې د دې ناحیې د (۲۸م ) ګذر وکیل شیرالله جبارخیل، د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو د شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.  په دې مراسمو کې د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي اخندزاده، د خپلو خبرو په ترڅ کې د چاپېریال او ښاري ستونزو د پېژندنې او د هغو د حل په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې،  ښاریانو ته د ښاري چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې د ګذر وکیلانو دنده او مسوولیت تر بل هر وخته زیات دی او اړتیا ده چې، د ټولنیز وضعیت د ښه والي او دښاري او سیمه ییزو ستونزو د له منځته وړلو په برخهکې د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره هر اړخیزې مرستې وکړي. همدا راز نوموړي د دې ناحیې د ګذر وکیلانو د شورا د پخواني رئیس اسدالله کوهستاني د ګټورو خدمتونو او پرله پسې همکاریو څخه مننه او قدرداني هم وکړه. ښاغلي خلیلي زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ مسوولان ښاریانو ته د لا ښو خدمتونود وړاندې کولو تابیا لري، د ګذر وکیلانو له نظریاتو او وړاندیزونو څخه په ګټې اخیستو به، خپل راتلونکي پروګرامونه او پلانونه تنظیم او د پلي کولو پړاو ته به یې ورسوي. د ګذر وکیلان سیمه ییزو ستونزو ته لومړیتوب ورکوي ترڅو یې د حل په پار د چارواکو لخوا اړین اقدامات ترسره شي.