څنګه چې لیدل کیږي، یو شمیر ښاریان د خپلو ودانیو د جوړولو پرمهال خپل اړوند ودانیز توکي په سړکونو او پلولاروکې ځای پرځای کوي، چې د دوی دا کار له یوې خوا د سړکونو او پلولارو د ویجاړیدو لامل کیږي او له بلې خوا عامه لارې بندوي. په دې توګه ټولو ښاریانو ته چې، خپلې ودانۍ جوړوي؛ خبر ورکول کیږي ترڅو خپل ودانیز توکي په سړکونو او پلو لاروکې وا نه چوي او ژر تر ژره دې هغه خپلو ملکیتونو ته ولیږدي، له دې پرته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي
په سړکونو د ودانیزو توکو اچول، چې د خلکو د تګ راتګ مزاحمت کوي، ښاري سرغړونه ده
16 ثور 1402