د اتمې ناحیې اړوند کارته نو او د رحمان مېنې د (E) برخې سړکونو په اوږدو کې د تېرو کلونو پاتې شويو کثافاتو د پاکولو او لېږد چارې د تنظیف او اتمې ناحیې د ریاستونو له خوا پیل شوې. اټکل کیږي چې، له دغو سیمو څخه به څه باندې (600) کثافات وړونکو موټرو په اندازه کثافات ولیږدول شي. ښاریان به ډیر ژر په دغو سیمو کې د پاکوالي، د رحمان مېنې د (E) برخې سړک د دویمې لیکې د جوړولو او ښاریانو ته د ګڼ شمېر ښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو د رامنځته کیدو شاهدان و اوسي
په اتمه ناحیه کې د کثافاتو د پاکولو او لیږد چارې پیل شوې
16 ثور 1402