الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

16 ثور 1402

9751.jpg (1048 × 590)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوس هم د دغه سړک په اوږدوکې د غره د لمنې کیندل او د زیربنایی جوړښت چارې جریان لري. دیاد سړک د جوړولو په دې پروژه کې، چې(۳۷۱۰) اوږدوالی، او (۲۷) متره سور لري، پلې لارې، استنادي دیوالونه، د سړک غاړې لښتي، د روښنایي څراغونه، په سړک د کرښو اچول، تم ځایونه، د ترافیکي اشارو او څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک ټول جزیات شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران به په دوامداره توګه د دې مهمې او حیاتي پروژې د کار له کیفیت څخه څارنه کوي او په پام کې ده، چې ددغې پروژې چارې به د روان کال په اوږدو کې بشپړې شي.  د یادولو وړ ده چې،  دغه سړک کابل ـ شمال یو مهم نښلوونکی او ترانزیټی سرک شمیرل کیږي چې څوارلس ولایتونه له کابل ښار سره نښلوي په همدې موخه یې د جوړېدو او پراختيا لپاره اقدام وشو