د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کابل ښار په کچه د هغو کانالونو پاکولو ته اقدام وکړ چې، د وروستیو بارانونو د اورښت په پایله کې اضافي توکي ( کثافات) پکې بند پاتې شوي وو. اوس مهال د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي له سرای شمالي څخه تر لب جر او د شهید هنګرها تر څلولارې پورې د وزیرآباد دعمومي کانال د فرعي کانالونو په پاکولو بوخت دي. د تنظیف ریاست په پام کې لري چې، د اړتیا په صورت کې به د ښار په کچه د ټولو کانالونو په پاکولو اقدام وکړي
د وزير آباد د عمومي کانال د فرعي کانالونو د پاکولو کار پيل شو
16 ثور 1402