الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د امنیت پروژې او قلعه زمان خان تر منځ د غځیدلي سړک د قیر دویمې طبقې چارې پیل شوې

16 ثور 1402

9755.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د امنیت پروژې او قلعه زمان خان تر منځ د غځیدلي سړک د قیر دویمې طبقې چارې، له بګرامیو څخه تر الوخیلو پورې پېل شوې. د یاد سړک د پاتې برخو د خاورین جوړښت چارې هم روانې دې، چې تر بشپړیدو وروسته به یې د قیر کولو چارې هم پیل شي.  دغه سړک په دوه لیکو کې چې، (۷۳۰) متره اوږدوالی او په ټولیزه توګه (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، ګلدانونو، پلې لار او دیوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون ،د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا جوړیږي، چې چارې به یې د څو راتلونکو میاشتو په بهیرکې بشپړې شي