د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا ، له شهید هنګرها څلور لارې څخه تر سرای شمالي چوک پورې د (۲) کیلومترو په اوږدوالي سره د سړک دواړو څنډو جدولونو د رغولو او نصبولو چارې جريان لري . هغه جدولونه چې د بیا جوړولو وړ نه وي، پر ځای یې نوي جدولونه نصبیږي او پاتې نور به په اساسي او معیاري توګه بیا ورغول شي د سړک د غاړو جدولونه د ترافیکي بهیر په ویش او سړک منځ ګلدانونو په پراختیا او د ښکلا په رامنځته کولو کې د پام وړ اهمیت لري
له شهید هنګرها څلور لارې څخه تر سرای شمالي چوک پورې د سړک غاړې جدولونو د رغولو او نصبولو کار روان دی
16 ثور 1402